CRI Online

د اټکل له مخې به روان کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٨ سنله زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-05 10:21:47

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥ نېته په حکومتي کاري راپور کې په روان کال کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده موخې اعلان کړی چې د اټکل له مخې به د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٨ سنله زيات شي.

د روانې مياشتې د ٥ نېټې په سهار د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه په بېجينګ کې پرانيستله شوه. ون جيا باو د دولتي شورا په استازيتوب د حکومتي کار په اړه راپور ولوست . هغه پر دې ټينګار وکړ چې د يادې شوی موخې سره سم به د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو بدلون او د اقتصادي جوړښت تعديل د بېلا بېلو کارونو د اصلی ټکی په توګه وګرځي.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای