CRI Online

د چين حکومت به د خلکو د ژوند د نورهم ښه والي لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-05 10:50:47

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د مارچ په٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستله شوه. د دولتي شورا صدراعظم ون جيا باو په حکومتي کاري راپور کې پر دې ټينګار وکړ چې د خلکو د ژوند ښه والی د چين د اقتصادي پرمختګ اصلي موخه ده او د چين حکومت به خلکو د ژوند د نورهم ضمانت او ښه والي لپاره کوښښ وکړي.

په ياد شوی راپور کې ويل شوی چې د چين مرکزي ماليې به په پر له پسې توګه د استخدامی زمينې د برابرولو لپاره ځانګړی پانګې زياتې کړي ، د پلان له مخې به يې ٤٣ مليارډ او ٣ سوه مليونه يوانو ته ورسېږي. په عين وخت کې به دولت له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د تصديو د بارونو د کمولو او د استخدامی وضعيت د ثابتولو په اړه د حکومت د يو لړ تګلارو او تدبيرونو د پلي کېدو موده اوږد کړي. بر سېره پر دی ، حکومت به د ټولنيز ضمانت سيسټم د بشپړولو بهير چټک کړي او د طبي او د روغتيايی چارو اصلاحات به پياوړی کړي.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای