د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د مارچ په٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستله شوه. صدراعظم ون جيا باو په حکومتي کاري راپور کې پر دې ټينګار وکړ چې په پر له پسې توګه به هغه ډول حکومت جوړ کړي چې خلکو ته ښه عامه خدمتونه برابر کړي او د ټولنې انصاف او عدالت وساتي.
ون جيا باو وويل حکومت به عامه خدمتونو او ټولنيز اداری ته په لا درنه سترګه ګوري چې د وګړيو قانوني حقونه ضمانت وکړي. په عين وخت کې به حکومت خپل اجرايوي او اعتباری توان او په پر له پسې توګه د فساد پر ضد کارونه پياوړی کړي. هغه زياته کړه د حکومت ټول کارونه د خلکو د ژوند د نېکمرغي او د ټولنې د لا عدالت او همغږی لپاره تر سره شوي دي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |