د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د مارچ په ٥ نېټه سهار په بېجينګ کې پرانيستله شوه. د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومتي کار په راپور کې وويل روان کال به د چين حکومت په عمده توګه د عمومي تنظيم او کنټرول او د اقتصاد ثابت او چټک پرمختګ، د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو بدلون او د اقتصادي جوړښت تعديلولو، د اصلاحاتو او ورخلاصون او د خپلواکو اختراعاتو ، د خلکو د ژوند د ښه والي او د ټولنې د همغږی او ثبات لپاره کوښښ وکړي.
په راپور کې په٢٠١٠ کال کې د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ عمده موخی ټاکل شوی چې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٨ سلنه زيات شي، په ښارونو او ښارګوټو کې څه د پاسه ٩ مليونه نوي کاري فرصتونه برابر شي، په ښارونو او ښارګوټو کې د بېکارۍ انډول له ٤ اعشاريه ٦ سلنې څخه ټيټ شي، د وګړيو د مصرفی بيې جګوالی په ٣ سلنه کې ساتل شي او د نړيوالو عايداتو او تادياتو حالات ښه شي. دا مسلسل شپږم کال دی چې دچين حکومت د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالی په اړه نوموړی هدف وړاندی کړی.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |