CRI Online

د حکومت کاري راپور د چين د پرمختګ پلان ټاکلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-05 16:02:22

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستله شوه. د چين صدراعظم ون جيا باو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې دری زره تنو استازيو ته د حکومت کاري راپور بيان کړ. دغه راپور له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په وړاندې د نورو هېوادونو نه مخکې د اقتصاد د بيا سمسورتيا په حال کې د چين د پرمختګ پلان ټاکلی دی. په عين وخت کې دغه راپور په جلا جلا توګه د کورونو بيې، د خلکو عايداتو او درملو په ګډون د پاملرنې وړ مسئلو ته ځوابونه ورکړي دي او د دغو مسئلو د حل و فصل په اړه يې تدبيرونه بيان کړل. له دې څخه د خلکو ژوند ته د پاملرنې او د ټولنې د همغږۍ د ساتنې په اړه د چين د حکومت افکار څرګندېږي.

دغه راپور د کورنيو او بهرنيو اقتصادي حالاتو سره سم، د عمومي ادارې له لارې د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د تامينولو، د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو د بدلولو په چټکتيا سره د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو، د خلکو د ژوند د ښه کېدو او د ټولنې د همغږۍ د ساتلو په ګډون په روان کال کې د حکومت عمده دندې ټاکلې دي. نو له دغه راپور څخه د ستونزو د ليرې کولو او د مسئلو د حلولو په برخه کې د چين د حکومت باور او ټينګ هوډ څرګندېږي.

که څه هم زياتې ستونزې لا هم موجودې دي، خو د چين حکومت په روان کال کې د چين د اقتصاد پر پرمختګ باندې ټينګ باور لري او په دې اړه ښکاره موخې يې جوړې کړې دي چې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول به اته سلنې ته ورسېږي ، په ښارونو او علاقه داريو کې د بې کارۍ انډول دې په سلو کې له څلور اعشاريه شپږ څخه ټيټ شي او د اوسيدونکو د مصرف بيو د زياتوالي انډول به تر دری سلنې لاندې وي. صدراعظم ون جيا باو وويل،

د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول په اړه مهم ټکی دا دی چې د اقتصاد ښه پرمختګ به وساتل شي. د کارونو مهم ټکي بايد د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو بدلول او د اقتصاد د جوړښت تنظيمول وي.

دغه راز صدراعظم ون جيا باو د اقتصاد د پر له پسې او ثابت پرمختګ د ساتلو په هکله وويل چې بېلا بېلې مسئلې او ستونزې بايد په مناسبه توګه حل او ليری شي. په تېره بيا، اوس د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا بنسټ کلک نه دی، نو اړوندې خواوې بايد د احتياط د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. ده وويل

موږ بايد پر نړيوالو پانګونو باندې مؤثره څارنه وکړو څو چې بېلا بېل پولي خطرونو مخنيوی وشي. موږ بايد د بهرنيو اسعارو په مقابل کې د يوانو د تبادلوي ارزښت د ټاکنې نظام بشپړ کړو چې دغه ارزښت به تل په مناسب او برابر حال کې وي.

د چين حکومت د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د پياوړتيا په وخت کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره هم کوښښ کوي. د خلکو د ګټو پر بنسټ او د خلکو ژوند ته د پاملرنې په اړه افکار ټينګ شوی دی.

بر سېره پردې، صدراعظم ون جيا باو د اقتصاد او ټولنې د سالم پرمختګ د ساتلو په هکله وويل، چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې، د کولتور د ابادولو او د فساد پرضد کارونه دې پياوړې شي، ترڅو د خلکو ډيموکراټيک حقوق به وساتل شي.

صدراعظم ون جيا باو د ډيپلوماټيکو کارونو د يادونې په وخت کې وويل، چې چين به په پر له پسې توګه د يووالي او خپلواکۍ په رڼا کې په سوله ييزو ډيپلوماټيکو تګلارو ټينګار وکړي او د سوله ييز پرمختګ په لاره کې به ګام پورته کړي. د چين حکومت به د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتيژي پلې کړي چې د دايمي سولې او ګډې سمسورتيا په اړه همغږه نړۍ جوړه شي.

د دغې غونډې د اجنډاوو سره سم به په نهو ورځنۍ غونډه کې د چين د بېلا بېلو ساحو استازي پر دغه راپور بحثونه اوارزونه يې وکړي، تر څو په روان کال کې د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ تګلارې وټاکي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای