د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له هغه مهال راهيسې چې د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ١١ مې ملي کمېټې درېيمه غونډه د مارچ په پنځمه او دريمه نېټه يو د بل پسې پرانيستله شوه ، د بلژيک ، اطريش، ارمان،هسپانيا، پورټګال ، ايتاليا،برازيل او داسي نورو هېوادونو عمده وو خبري رسنيو دغو دواړو غونډو ته پاملرنه ورکړي او اړوند راپورونهئی ليکلی دی .
د بلژينک د De Morgenپه نامه ورځپاڼې په لومړی وخت د چين د حکومتي کار د راپور په اړه خبر ورکړ چې په همدې ورځ نوموړۍ لومړنۍ غونډه کې د چين د صدراعظم ون جيا باو لخوا کړل شوی دی. د اطريش د راډيويي شرکت په خبري ويبپاڼه کې ويل شوی چې د چين د حکومت ترمشرۍ لاندې به په ٢٠١٠ کال کې د دغه هېواد د اقتصادی پرمختګ سرعت په ٨٪ چوکاټ کې وساتل شي.دغه راز ارمان ، پورټګال ،برازيل او هسپانيا په شمول د زياتو هېوادونو خبري رسينيو د نوموړو غونډو د پرانيستلو په اړه خبرونه هم ورکړي دي.
ژباړونکې:زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |