CRI Online

بهرنيو خبري رسنيو د حکومت کاري راپور ته ډېره پاملرنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-05 19:13:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د مارچ په ٥ مه نېټه پرانيستل شوه . د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومت کاري راپور وړاندې کړ. بهرنيو خبري رسنيو د حکومت کاري راپور کې، د اقتصادي تګلارې په اړه زيات راپورټاژونه ورکړل په تېره بيا د فعالې مالي تګلارې او د پيسو د مساعدې تګلارې پلي کولو او د يوانو د تبادلوي ارزښت د بنسټيز ثبات ساتلو ته يې ډېره پاملرنه کړې ده.

د امريکا د اې پي خبري اژانس خبر ورکړ: ون جيا باو وويل، چې په روان کال کې به د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول په سلو کې اته زيات شي. د دې ترڅنګ د دغه راپور له مخې چين به د پيسو له پړسوب سره د مقابلې او د پولي څارنې د پياوړتيا له لارې په نړۍ کې د درېيمې اقتصادي ډلې دواملرونکې سمسورتيا وساتي. د خبر له مخې د نورو هېوادونو د فشارونو په وړاندې به په روان کال کې د چين د يوانو تبادلوي ارزښت د بنسټيز ثبات په حال کې پاتې وي .

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای