د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې اړوندې خواوې بايد د اقتصادي جوړښت د تنظمولو لپاره لا کوښښ وکړي او په راتلونکي کې د بازارونو د نيولو او د بېلا بېلو ساحو د غوره تخنيکونو د لاسته راوړلو لپاره د خپلو غوره والي پر بنسټ د نويو چارو او ځانګړتيا لرونکو چارو د پياوړتيا لپاره دې هڅې وکړي، ترڅو د کرهڼيزو چارو، صنعتي چارو او خدمتي چارو د پرمختګ له لارې اقتصاد چټک پرمختګ وکړي.
رئيس هو جين تاو دغې څرګندونې د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې د پرانيستلو په ورځ د جيانګ سو ولايت د پلاوي په بحثونو کې وکړې.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |