د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د مارچ د٥ نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستله شوه. د هو جين تاو ، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين، لی چانګ چون ، شي جين پينګ، لی که چيانګ، هه ګوه چيانګ او جو يونګ کانګ په ګډون د چين ګوندي او دولتي مشرانو په دغه غونډه کې ګډون درلود.
د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوه د يادې شوی غونډې مشری وکړه. صدراعظم ون جيا باو د دولتی شورا په استازيتوب د دغه کانګرس څه نا څه ٣ زره تنه استازيو ته د حکومتي کار په اړه راپور واوراوه چې په کې به په ٢٠٠٩ کال کې د چين د حکومت کارونه ياد شي او د ٢٠١٠ کال د کارونو په اړه ترتيبات ونيول شي.
په ٩ نيمې ورځنۍ غونډه کې به استازي د حکومت ، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې او د ستری ولسي محکمې او څارنوالی د کاري راپورونو څېړنه وکړي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |