د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د يوولسم ملي ولسي کانګريس د درېيمې غونډې خبري ناسته د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د دغه کانګريس غړي او د چين د ماليې وزير شيه شيو ژن وويل، سږ کال به په چين کې په پرله پسې توګه د ماليې فعاله تګلاره پلی شي.
نوموړي وويل، چين به سږ کال د اقتصادي جوړښت تنظيمولو د کورنيو اړتياوو لوړتيا، د وګړيو د ژوند تامينولو او بشپړولو، د ماليې او مالياتو د سيستمونو اصلاحاتو او د ماليې په برخه کې علمي او جدي ادارې ته پاملرنه وکړي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |