د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مشر جانګ پينګ د روانې مياشتې په شپږمه نېټه وويل، چين به سږ کال د چيني اوسېدونکو د عايداتو د مناسبو شريکولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي.
نوموړي د يوولسم ملي ولسي کانګريس د درېيمې غونډې په خبري ناسته کې وويل، سږ کال به لومړی په ښارونو او کليو کې د اوسېدونکو عايدات لوړ شي، په تېره بيا به د هغو کسانو د عايداتو کچه لوړه شي چې اوس مهال منځنی او کم عايدات تر لاسه کوي. تر دې ترڅنګ د ښارګوټو په تصديو کې د کارکوونکيو د عايداتو د تامينولو او د زياتوالي ميکانيزمونه بايد جوړ او بشپړ شي. بر سېره پردې د ښوونې او روغتيا د نظامونو د اصلاحاتو په ساحو کې بايد يو لړ تدبيرونه هم ونيول شي چې د وګړيو په تېره بيا د کمو عايداتو لرونکيو ستونزې له منځه يووړل شي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |