CRI Online

هو جين تاو د تبتي پلاوي د بحث په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2010-03-06 21:08:09

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کمېټې رئيس هو جين تاو د روانې مياشتې د شپږمې نېټې په سهار د چين د ملي ولسي کانګريس د کلنۍ غونډې د تبتي پلاوي د بحث په غونډه کې ګډون وکړ.

هو جين تاو پر دې ټينګار وکړ چې د تبتي کارونو په اړه د مرکزي کمېټې په پنځمه غونډه کې د تبت د بېلا بېلو چارو پرمختګ ته لارښوونه شوې ده. اوس مهال بايد د پرمختګ او ثبات لپاره هڅې وشي. د اصلاحاتو او پرمختګ ترمنځ، د اقتصادي ټولنې د پرمختګ او د وګړيو د ژوند د ښه والي ترمنځ، له طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخيستنې او چاپيريال ساتنې ترمنځ، د هېواد له خوا د ملاتړ او د تبتي وګړيو د هڅو ترمنځ اړيکې بايد په ښه ډول برابرې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای