د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جه چي د روانې مياشتې په اوومه نېټه په بېجينګ کې د يوولسم ملي ولسي کانګريس د درېيمې غونډې په خبري ناسته کې وويل، چين به په ٢٠١٠ کال کې د هراړخيزو ډيپلوماټيکو چارو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او په عين وخت کې به د هېواد ثبات، پرمختګ او د جوړښت تنظيمولو ته ښه بهرنی شرايط برابر کړي.
نوموړي وويل، چين به سږ کال په پرله پسې او ټينګه توګه د هېواد حاکميت حق، د امنيت او پرمختګ ګټې وساتي او په هراړخيز ډول ډيپلوماټيکې چارې پرمخ بوزي، په تېره بيا د سرمشريزو غونډو او نړيوال نندارتون له لارې به له نورو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |