د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې غړي او د چين صدراعظم ون جيا باو د روانې مياشتې په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل، د بې وزلو سيمو او خلکو د ځاني پرمختګ توان بايد لوړ چې د شتمنې ټولنې ابادۍ ته يو ټينګ بنسټ ايښودل شي.
صدراعظم ون جيا باو د چين ملي ولسي کانګريس د کلنی غونډې د ګوي جو ولايت پلاوی په مباحثوي غونډه کې ياده شوې څرګندونه وکړه.
صدراعظم ون جيا باو پر دې ټينګار وکړ چې له وزلو سيمو او کسانو سره مرسته د اوږدې مودې او ستونزمنه دنده ده. نو ډېر زيات پياوړی تدبيرونه بايد ونيول شي چې اړوندې مرستې په پرله پسې توګه دوام ولري.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |