سين هوا اژانس خبر ورکړ چې د کارکوونکو ښځو د نړېوالې ورځې د سلمې کاليزې د يادونې غونډه نن په بيجينګ کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس هوجين تاو په دغه غونډه کې د هېواد د مختلفو ټولنو ښځو، د هانګ کانګ ، مکاو او تايوان ښځينه وطن والو او په بهر کې اوسيدونکو چينی ښځو ته مبارکي وويله. له هغو نړېوالو دوستانو څخه يی مننه څرګنده کړه چې د چين د ښځو له لارو چارو څخه ملاتړ کوي او د نړۍ کارکوونکو ښځو ته يی خپلې نيکې هيلې هم څرګندې کړې دي.
ژباړونکی: احمد زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |