د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د ملی ولسی کانګرس استازی او د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې رئيس نوربيکلي د روانې مياشتې په اوومه نېټه په بيجينګ کې وويل چې شينجيانګ د اقتصادی پرمختګ په بهير کې چاپيريال ساتنې ته لومړی اهميت ورکوي نو هره هغه پروژه به چې ښايی ايکولوژيکي چاپيريال ته زيان ورسوي، په دې سيمه کې ترسره نه شي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې شينجيانګ شتمنې طبيعی سرچينې لري چې د دغې سيمې د اقتصادی پرمختګ لپاره مهم تفوق بلل کيږي خو شينجيانګ به تر وسې وسې پوری چاپيريال وساتي او طبيعی سرچينې وسپموي ترڅو چې اقتصاد په پرله پسی توګه پرمخبوزي.
ژباړونکی: احمد زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |