CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وايی: چين به د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره متقابل باور او همکاري پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-07 20:58:14

ګرانو دوستانو! السلام عليکم ! اوس به يوه تبصره واورئ چې عنوان يی دی: د چين د بهرنيو چارو وزير وايی: چين به د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره متقابل باور او همکاري پياوړی کړي

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د روانې مياشتې په ٧ نېټه په بيجينګ کې د چين د ملی ولسی کانګرس د کلنی غونډې په اړه يوه خبری ناسته کې وويل چې سږ کال به چين د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره متقابل باور او همکاري نورهم پياوړی او ګډ پرمختګ وکړي او تر خپلې وسې پوری د نړۍ او ځايی سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره لازيات کوښښونه وکړي.

د روانې مياشتې په ٧ نېټه د يوولسمې دورې د ملی ولسی کانګرس درېيمې غونډې په يوه خبری ناسته کې د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د چينی او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هغه وويل چې سږ کال له نړېوال پولی بحران سره د مقابلې کولو او د نړيوال اقتصاد د هڅونې لپاره يو مهم کال دی او چين به په ټينګ هوډ سره د هېواد حاکميت، امنيت او ګټې وساتي.

(لومړی اواز)

دلته زه غواړم پر دی ټينګار وکړم چې د بېلابېلو سرمشريزو غونډو او نړېوال نندارتون له لارې دېپلوماتيکې لارې چارې په ښه توګه پرمخبوزي ترڅو چې د هېواد د ابادۍ لپاره ښه بهرنی فضا برابره شي.

د خبر له مخې، د شانګهای نړېوال نندارتون به د می په مياشت کې پرانيزي چې تراوسه پوری ١٩٠ هېوادونو او پنځوس نړېوالو سازمانونو د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. يانګ جي چه وويل چې دغه نندارتون د لومړی ځل لپاره په يو پرمختيايی هېواد کې ترسره شي چې نه يوازی د اقتصاد، ټولنې، ساينس او کلتور لپاره يوه ستره غونډه ده بلکې يوه ستره دېپلوماتيکه غونډه ده.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د يادونې په ترڅ کې وزير يانګ جي چه وويل چې د امريکا هغه کړو وړو چې تايوان ته يی وسلې پلوري او مشر يی له دالايلاما سره وکتل، د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو او ګډ اعلان اصولو ته ، د چين مرکزي ګټو ته او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو عمومی پرمختګ ته سخت زيانونه رسولي دي.

(دوهم اواز)

امريکا بايد په درنه او جدی سترګه د چين دريځونو ته وګوري، بايد په واقيعی توګه د چين مرکزي ګټو ته پاملرنه وکړي، بايد په احتياطي او مناسب ډول اړوندې حساسې مسئلې حل کړي او بايد له چين سره يو ځای ګډ کوښښونه وکړي.

د دې ترڅنګ وزير يانګ جي چه د ځينو نړېوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو په اړه دخبريالانو اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ويی ويل چې چين د يوه لوی پرمختيايی هېواد په توګه تر خپلې وسې پوری د نړۍ او ځايی سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کوششونه وکړي.

د نړېوالو چارو کارپوه ښاغلی جيا چينګ ګوو وويل چې که څه هم په ٢٠١٠ کال کې به ستونزې او ننګونې رامنځته شي خو چين به د دغو مسئلو په حل و فصل سره په ښه توګه دېپلوماتيکې لارې چارې پرمخبوزي.

(څلورم اواز)

چين به د نړېوالې سولې، ثبات او د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د هڅونې په بهير کې لازيات خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای