![]() |
||||
![]() |
|
![]() |
||
![]() |
||
![]() |
||
|
||
![]() |
||
![]() |
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مارچ د اتمې نېټې په سهار،چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې مرستيال وانګ جاو ګو په بېجينګ کې نژدې دريو زرو استازيو ته د انتخاباتو قانون د تعديل نامې د مسودې په اړه توضيحات ورکړل.دا د چين د ټولټاکنو قانون شپږمه اصلاح ده.
د چين د انتخاباتو نظام به د دغه قانون د اصلاحاتو له لارې لا نور بشپړ شي.اړوند معالومات دا دي چې نوماندانو او د رای ورکوونکو ترمنځ د مرکو نظام بشپړ،د رای ورکونې لارې به معيارې،د ټولټاکنو څارونه به پياوړی،په ټاکنو کې پر نا قانوني عملياتو مجازات به سخت شي او د لومړی ځل لپاره د انتخاباتو د درغلي د مخنيوي لپاره د پټو رايو نظام تاييد شوي.
د هغه په اند دغه اصلاحات د چين د انتخاباتو د ځانګړي نظام يوه ځانی بشپړونه او پرمختګ دی.
ژباړونکې:ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |