CRI Online

هو جين تاو : تيان جين ښار بايد د يوه ځانګړي نړيوال او عصري ښار په توګه جوړشي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-08 20:53:45

د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مارچ په اتمه نېټه د چين ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې د تيان جين ښار د پلاوي په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې يې وويل، چې تيان جين ښار بايد د يوه ځانګړي نړيوال او عصري ښار په توګه جوړشي.

نن ورځ د زيارکښو ښځو د نړيوالې ورځې له سلمې کليزې سره برابره ده ، رئيس هو جين تاو د چين په دوو غونډو کې برخوالو ښځينه استازيو او کارکوونکو په شمول ټولو چيني ښځو ته مبارکي او درناوي مراتب وړاندې کړل.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې غړي او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوه په همدې ورځ په بېجينګ کې څرګنده کړه ،چې د ټولټاکنو قانون اصلاح د چين په سياسي نظام کې يو مهم کار دی .

د چين صدراعظم ون جيا باو په همدې ورځ وويل ،چې د شان دونګ ولايت د پرمختګ په بهير کې بايد د ښارونو او کليوالو سيمو د د برابرۍ پرمختګ او داسې نورو مسئلو ته په درنه سترګه وکتل شي.

ژباړونکې:زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای