د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د مارچ په اوومه نېټه د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې په يوه خبري ناسته کې د چين د ډيپلوماټيکو تګلارو او بهرنيو اړيکيو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. بهرني خبري رسني دې ته متوجه دي.
د بي بي سي ويبپاڼې خبر ورکړ چې د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه وويل، چې چين او روسيه د نړيوالو اړيکيو، په تېره بيا د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو لپاره سرمشق قايم کړی دی. دغه څرګندونې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکيو په اړه د ده له څرګندونې سره توپير دی. وزير يانګ جي چه وويل، چې تېر کال د امريکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما له ټاکنې وروسته د چين او امريکا ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو نوی عصر پرانيستل شو. خو د تېر کال له پای څخه د روان کال تر پيل پورې، امريکا تايوان ته وسلې وپلورلې او د امريکا مشرانو له دا لای لا ما سره وکتل. دغه عمل د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکيو او همکاريو کې خنډونه اچولي دي او د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون نه لري چې چين د دې پايلې هيڅ مسؤليت نه لري.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |