د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې ، د چين د خلکو بانک مرستيال اود بهرنيو اسعارو دولتي ادارې مشر يي ګانګ د مارچ په نهمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کلونو کې د پولي بحران د ډېرو ناوړو اغېزو په وړاندې ، د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره د نه کمښت پربنست نسبتأ ښې ګټې ترلاسه کړې دې.
ښاغلي يي ګانګ دې ته اشاره وکړه چې په دغه پولي بحران کې چې د تيرو څو لسيزو په اوږدو کې نه دي رامنځته شوی، بيلابيلو پانګونو له ناوړو اغېزوڅخه ډډه نه ده کړې ، خو د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره د دغه بحران له ازموينې څخه وتلې او په عمومي ډول ساتل شوې ده . د چين د بهرنيو اسعارو د ذخيرې د ادارې په ترڅ کې يوه ډېره مهمه لاره د سرمايو په ښه توګه ترطيبول او د خطرونو له منځه وړل دي چې دا تل د چين د بهرنيو اسعارو د ذخيرې د ادارې په کارونو کې ترټولو مهمه برخه ده .
ژباړونکې:زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |