د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوه د دغه کانګرېس د کلنۍ درېيمې غونډې په ترڅ کې وويل، چې تر ٢٠١٠ کال پورې بايد د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم قانوني سيسټم جوړ شي چې دا په نوی نمانه کې د قانونو ټاکلو په اړه د چين د کمونېست ګوند د پنځلسمې دورې کانګرېس لخوا وړاندې شوې يوه موخه ده او په همدې برخه کې د روان کال لومړی کار دی ، دغه راز د چين د ملي ولسي کانګرېس يوه مهمه دنده هم ګڼل کيږي.
ښاغلي وو بانګ ګوه زياته کړه چې بايد د قوانينو ټاکلو کفيت د لوړتيا پربنست هغه قانونونه پروخت اصلاح شي چې له اقتصادی او ټولنيز پرمختګ سره سمون نه لري ، برسيره پردې ،دغه راز د ټولنې په برخه کې د قوانينو ټاکلو کارونه هم بايد په پرله پسې توګه پياوړې شي او د دې ترڅنګ د بيلابيلو خواوو په تېره بيا د عامو وګړيو نظريې او وړانديزونه واورېدل شي.
ژباړونکې:زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |