CRI Online

چين د اقتصاد د انکشافي شکل د ښه والی لپاره هلې ځلې کوي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-09 19:38:13

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! اوس به يوه تبصره واورئ چې عنوان يی دی : چين د اقتصاد د انکشافي شکل د ښه والی لپاره هلې ځلې کوي

د چين صدراعظم ون جياباو څو ورځې مخکې د ملی ولسی کانګرس په کلنی غونډه کې د حکومت کاری راپور د وړاندی کولو په بهير کې دې ته اشاره وکړه چې سږ کال له نړېوال پولی بحران سره د مقابلې کولو، د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د ساتلو او د اقتصاد د انکشافي شکل د بدلون لپاره يو مهم کال دی. د صدراعظم ون جياباو يادې شوې خبرې د عامه افکارو پراخ غبرګون سبب شوی دی. د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې ځينو غړيو خبری رسنيو ته وويل چې اوس عنعنوي صنعتونه عصری او ښه کيږي او هغه نوی صنعتونه چې لږه انرژی مصرفوي، هم ګام په ګام بشپړيږي چې د چين د اقتصاد د دايمی پرمختګ لپاره يی بنسټ ايښودلی دی.

د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې غړي او په ګان سو ولايت کې د سپينو زرو او رنګه فلزاتو ګروپی شرکت رئيس لي پۍ شينګ خبريال ته وويل چې د ٢٠٠٨ کال په وخت د نړېوال پولی بحران له امله د ده شرکت له لويو ګواښونو او ستونزو سره مخامخ و. هغه نژدی نااوميده شوی وو. په همداسی وخت کې د چين د حکومت له خوا د رنګه قېمتي فلزاتو صنعت د تنظيم او بيا سمسورتيا پلان پلی شو چې په رڼا کې د ياد شوی شرکت په ګډون يو شمير شرکتونه له دغه بحران څخه ووتل.

ښاغلی لي په دې اړه وويل

(لومړی اواز)

د رنګه قېمتي فلزاتو اړتياوې لويې دي چې په هېواد کې د هر کس په سر هر کال لس يا شل سلنه زياتيږي. اما د رنګه فلزاتو صنعت له طبيعی سرچينو سره نژدی تړاو لري نو دغه صنعت بايد عصری شي.

د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې غړي او د چينګ هوا پوهنتون د اقتصادي ادارې پوهنځي کارپوه لي داو کوي ورته نظر لري او ويی ويل چې اوس نه يوازی د رنګه فلزاتو صنعت انکشافي شکل بلکې د چين د اقتصاد انکشافي شکل هم بايد بدل شي. هغه زياته کړه :

(دوهم اواز)

موږ له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو فشارونو سره مخامخ وو. د کورني اقتصادي پرمختګ له لحاظه اوسنی انکشافي شکل پرله پسي او دايمی نه دی. د نړېوال چاپيريال له لحاظه غربي هېوادونه د چيني توليداتو په اړه تر يوې اندازې پوری ناسم او ناوړه احساسات لري. نو موږ بايد په فعاله توګه تنظيمونه وکړو.

په حقيقت کې د چين حکومت مخکی ځينی تمرينونه کړي دي. د بېلګې په توګه شانګهای د نړېوال نندارتون د جوړولو په وسيله خدمتي او کلتوري لارې چارې هڅوي. د دې ترڅنګ سه چوان ولايت له سختو زلزلو وروسته اوس هغه پروژې محدود کړې چې ډېر انرژی مصرفوي او چاپيريال ته زيان رسوي او له پرمختلليو تخنيکي صنايعو څخه ملاتړ کوي. د دغه ولايت د والي مرستيالې ميرمن هوانګ يان ژونګ وويل:

(درېيم اواز)

له زلزلې وروسته د بياابادۍ په ترڅ کې د اقتصادی جوړښت تنظيمولو ته پام اړول شوی دی. د سه چوان د بېلابېلو سيمو د ځانګړتياوو سره سم اړوندې څيړنې او ډيزاين ترسره شوي دي. د بېلګې په توګه هغه صنايع چې ډېر انرژي لګوي او چاپېريال پاکوالي ته زيان رسوي ، بيا کارونه په پام کې نه ده نيول شوې. دغه راز د عصری تخنيکي صنايع به ښه پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای