CRI Online

د يوولسمې دورې ملی ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې د رئيسه ډلې دوهمه غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-09 21:15:53

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د يوولسمې دورې ملی ولسي کانګريس د درېيمې غونډې د رئيسه ډلې دوهمه غونډه د روانې مياشتې د ٩ نيټې له غرمې وروسته په بيجينګ کې ترسره شوه.

د دغې ډلې دايمی رئيس ووبانګ ګوه د دغې غونډې مشري وکړه. د روانې مياشتې له ٥ نيټې څخه تر ٦ نيټې پوری بېلابېلو پلاويو د حکومت کاري راپور باندی څيړنې او بحثونه کړي دي. دوی د حکومت د کاري راپور او په تېر کال کې د دولتي شورا د کارونو لوړه ستاينه وکړه، په دغه راپور کې يی د لارښوونې افکار او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ټاکل شوې موخې او هغه اته عمده کارونو باندی موافقه وکړه چې بايد ورته لوړ اهميت ورکړی شي. دوی په دی نظر دي چې يادې شوې موخې، دندې او غوښتنې د کوښښونو له لارې ترسره کيدای شي.

ژباړونکی: احمد زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای