د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومتي کاري راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې د چين د اقتصادي حالاتو په برخه کې ډېر تدبيرونو يادونه وکړله. بهرنيو خبري رسنيو په دې وروستيو ورځو کې دغو تدبيرونو ته ډېر پام اړولی دی.
د جاپان د اشاهي شيمبون ورځپاڼې وويل چين بايد د خپل اقتصادي پرمختګ په برخه کې کيفيت ته په درنه سترګه وګوري او د عايداتو د شريکولو د نظام اصلاح ډېر مهمه ده.
د فرانسې د نويليس ايوروپ ورځپاڼې وويل، د چين د اقتصادي پرمختګ عمده دنده د اقتصادي زياتوالي له انډوال څخه پر عملي پرمختګ او د وګړيو د ژوند پر ښه والي د بدلون په حال کې ده.
د کوريا جمهوريت او امريکا خبري رسنيو هم اړوندې تبصرې خپرې کړې دي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |