CRI Online

په تېرو څو کلونو کې د خلکو د ژوند په اړه د قوانينو جوړول د اړوندو کارونو مهم ټکی بلل شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-10 13:38:57

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د دغه کانګرس د دايمي کميټې د قانون جوړولو کميټې مرستيال لي فې د مارچ په لسمه نېټه وويل، چې په راتلونکي کې به چين د ټولنيزو چارو په اړه د قانون جوړونې پياوړی کړي او په تېرو څو کلونو کې د خلکو د ژوند په اړه د قوانينو جوړول د اړوندو کارونو مهم ټکی بلل شوی دی.

ښاغلي لي وويل، د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کېدو راهيسې، د توليدي ځواک د پياوړتيا او د بازاري اقتصاد د جوړونې په اړه د چين د قانون جوړونې کارونو د لېدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، خو د ټولنيزو چارو په اړه د قانون جوړونې کارونه وروسته پاتی دي. نو ښاغلي لي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د چين ملي ولسي کانګرس د اړوندو قوانينو د جوړونې په وخت کې د خلکو ژوند تر پام او غور لاندې نيولی دی او په دې هکله يې چټک پرمختګ کړی دی.

ژباړونکې غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای