د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کرنې وزارت مرستيال وي چاو ان د مارچ په ١٠ مه نېټه په بېجينګ کې وويل ، حکومت به د هغې موخې د تر سره کولو لپاره هڅه وکړي چې د بزګرانود عايداتو د زياتوالي انډول به په سلو کې شپږو ته ورسيږي.
ښاغلي وي چاو ان په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل ، د چين د کرنې وزارت به د دغې موخې د تر سره کولو لپاره څو تدبيرونه ونيسي.
نوموړي زياته کړه ، تېر کال د چين د هر بزګر په سر خالص عايدات څه باندې پنځه زره او سلو يوانو ته رسيدلې چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې اته اعشاريه پنځه زيات شوی دی .که څه هم د بزګرانو عايدات زيات شوی، د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي د شپږ سلنې انډول ساتنه د ښارونو او کليو ترمنځ د توپيرونو د کمښت او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي لپاره ضمانت بلل کيږي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |