د مارچ په ١٠مه نېټه د يولسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې مطبوعاتي غونډه ترسره شوه
د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې،د چين د کرنې د وزارت مرستال وې جاو ان د مارچ په لسمه نېټه وويل،د چين حکومت به په ښارونو کې د بزګرانو د کار او استخدام لپاره څو تدبيرونه ونيسي.
نوموړی په همدې ورځ د يولسمې دورې د چين د ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې په خبري ناسته کې وويل،اوس مهال د چين په کليو کې د کار ځواک شمېر او عمومي شمېر ډېر زيات دی.د کرنې وزارت به په ښارونو کې د بزګرانو د استخدام د تامينولو لپاره لوی ګامونه پورته کړي : د کاري معلوماتو د برابرولو له لارې د بزګرانو د ليږدونکو او منلو ځايونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي ، ګڼ شمېر کليوال کارګران به وروزي ، د استخدام شويو کليوالو کارګرو لپاره به د کار او ژوند اسانتياوې برابرې کړي ، په ښارونو کې به ددوي د شريک بهير چټک کړي او د ښاري کېدو د ګړنديتوب لپاره به زياتې هڅې وکړي .
ژباړونکې:ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |