د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د سوريې لوی سفير خلاف الجراد د روانې مياشتې په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د چين د دوو مهمو لويو غونډو تر سره کول د ٢٠١٠ کال د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. د چين د ديموکراتيک سياست پلي کول د ډېرو پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې يوه بېلګه ده.
سين هوا اژانس خبر ورکړ چې لوی سفير خلاف الجراد سږ کال د کتونکي په توګه په يادو شويو غونډو کې ګډون وکړ او د لومړي ځل لپاره يې د چين حکومتي کاري راپور واورېد. په دې هکله لوی سفير وويل، د چين صدراعظم ون جيا باو په هراړخيزه او رښتينې توګه د چيني حکومت له خوا کړي کارونه بيان کړل چې دا د چين د اوسنيو حالاتو په اړه د يو مهم دولتي سند په توګه ګڼل کېږي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |