د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين مشرانو هو جين تاو ، وو بانګ ګو او ون جيا باو د مارچ په ١٠مه نېټه په جلاجلا توګه د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې د يو شمېر پلاويو په مباحثوي غونډو کې ګډون وکړ.
رئيس هو جين تاو د هه نان ولايت د مباحثوي غونډې په ترڅ کې وويل، بايد د هېواد د کرنې توليدي توان او دوامدار پرمختګ لپاره کوښښ وکړل شي، دغه راز هم بايد د ښوونې ، استحدام او ټولنيز ضمانت په شمول بېلاېللو کارونه په ښه توګه ترسره کړي او د وګړيو لپاره ګډور يو لړ تدبيرونه پلي کړي .
ښاغلي وو بانګ ګوه د شان شي ولايت په مباحثوي غونډه کې څرګنده کړه ، چې بايد په پرله پسې توګه د ټولنې پرمختګ په برخه کې د قوانيو د ټاکلو کارونه پياوړی کړي ،ترڅو د چين د ځانګړتيا لرونکی سوسيالزم د قانوني سيستم په ټاکلی وخت کې بشپړ شي.
ښاغلي ون جياباو د هه بې ولايت په مباحثوي غونډه کې وويل، چې بايد د لرغونو صنايعو جوړښت اصلاح شي او د تصديو د تخنيکي نوښت ته چټګ پرمختګ ورکړي.
ښاغلي شي جين پينګ ، هه ګو چيانګ او جو يونګ کانګ هم په جلاجلاتوګه د ګوانګ شي ، داخلي مغولستان او هې لونګ جيانګ په مباحثوي غونډو کې ګډون کړی وو.
ژباړونکې:زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |