
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې ، د چين د ملي ولسي کانګرېس استازي او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر عليګنګ ايمينګبهاي د ماچ په ١١مه نېټه د مرکزي او ځايي خبري رسنيو سره د ګډې مرکې په ترڅ کې وويل، چې روان کال به مرکزي حکومت په مساعد وخت کې د شينجيانګ په اړه يوه کاري غونډه ترسره کړي چې په ترڅ کې به د دغې سيمې د پرمختګ او د ثبات او يووالي د ساتنې په هکله مهم کارونه ترتيب کړي، د شينجيانګ د ولسي کانګرېس دايمي کمېټه به د دغو کارونو پلي کولو ته لومړيتوب ور کړي.
ښاغلي عليګنګ ايمينګبهاي څرګنده کړه چې ملي يووالي د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو لپاره د ژوند بنسټ ګڼل کيږي چې بايد په ښه توګه وساتل شي ،ترڅو د دغې سيمې دايمي ارامي او ثبات تامين شي. هغه همرانګه زياته کړه چې روان کال به د شينګجيانګ ځايي قوانين د دغې سيمې د رېښتينو اړتياوو سره سم لاپياوړي اوبشپړ شي او د وګړيو د ژوند ښه والي ته به زيات اهميت ورکړل شي .
ژباړونکې:زرينه