د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د يوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې د څلورم ځل عمومي غونډه د روانې مياشتې په ١١مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د کانګريس غړيو په دغه غونډه کې د سترې ولسي محکمې او څارنوالۍ کاري راپورونه واورېدل او وارزول.
د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په شمول د چين مشرانو پکې ګډون وکړ.
د يادې شوې محکمې مشر وانګ شانګ يون د راپور بيانولو په ترڅ کې وويل، چين تېر کال له قوانينو سره سم د بېلا بېلو ډولو جرمونو ٣٧٥ زرو مجرمينو ته سزا ورکړې چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه اته زيات شوی دی.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |