د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين مشرانو جياچينګ لين ، لي چانګ چون، لي که چيانګ او هه ګو چيانګ د مارچ په ١١ مه نېټه په جلاجلا توګه د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې د څو ولايتونو په مباحثوي غونډو کې ګډون وکړ.
د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر جيا چين لين د تايوان د پلاوي د مباحثوي غونډې په ترڅ کې وويل، << تايوانيانو ته پيغام >> د خپريدو د ٣٠ مې کليزې د غونډې په ترڅ کې د رئيس هو جين تاو لخوا هغه ويل شوې لارښونې بايد په پوره توګه پلی شي چې د يو چين د پېژندلو اصل ټينګ شي ، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ سياسيمتقابل اعتماد او اقتصادي همکارۍ پياوړې شي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي لي چانګ چون د چينګ هاي ولايت د پلاوي په مباحثوي غونډه کې وويل، چې هغه هيله لري چې دغه ولايت به د وروسته پاتې سيمو د پرمختللی سيمې د پرمختګ لپاره ګټوره لورې پرانيزي .
برسېره پردې ، د چين د صدراعظم مرستيال لي که چيانګ او د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې انضباطي کميسيون منشي هه ګو چيانګ هم په جلاجلا توګه د نيګ شيا خپلواکې سيمې او د جي لين ولايت په مباحثوي غونډو کې ګډون کړی او مهمې ويناوې يې هم کړي دي .
ژباړونکې:زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |