CRI Online

هو جين تاو: د شتمنې ټولنې د ابادۍ په ترڅ کې بايد د هېواد سمسورتيا او د ملي پوځ ځواکمتيا لپاره هڅې وشي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-12 19:56:45


رئيس هو جين تاو له غونډې وروسته له يو شمير استازيو سره خبرې کوی

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميسيون رئيس هو جين تاو د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټينګار وکړ چې د شتمني ټولنې د ابادۍ په ترڅ کې بايد په عين وخت کې د هېواد د سمسورتيا او د ځواکونو د پياوړتيا لپاره هڅې وشي.

هو جين تاو په همدې ورځ د چين د يوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته يې د دغه ارود له يو شمېر استازيو سره خبرې اترې وکړې.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای