CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې کلنی غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2010-03-13 19:08:23

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه د مارچ په ١٣ نېټه سهار په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د هو جين تاو ، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين ګوندي او دولتي مشرانو د پای په مراسمو کې ګډون درلود.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين د پای په مراسمو کې وويل د کميټې غړيو د دغې غونډې په موده کې د روان کال د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ موخې او عمده کارونو، د اقتصادي پرمختګ لارو چارو د بدلون او د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ، د وګړيو ژوند او د ټولنې همغږی او ثبات د ساتنې ، په مهمو ساحو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په ګډون د مسئلو په اړه خپل وړانديزونه کړي چې د سلامشوری مهم رول يې لوبولی دی. د غونډې په موده کې د غړيو له خوا د وړاندی شويو ويناوو ، وړانديزونو، لايحو او د ټولنې او وګړيو د نظريو په اړه د پيغامونو شمېر په جلا جلا توګه ٧٦٠، ٥٤٣٠، ٥١٦٣ او ٨٦٩ دی.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای