CRI Online

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه پای ته ورسېدله.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-13 19:20:00

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه د مارچ په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېدله. په دغه لس ورځنۍ غونډه کې نژدې ٢٠٠٠ تنه غړيو په سلامشوره او بحث کې فعال ګډون کړی، قيمتي وړانديزونه يې وړاندې کړي او په بريالۍ توګه يې د دغې غونډې ټاکلي پلان بشپړ کړی دی.

د تبت بوډايي دين مشر يوولسم پاچن ايردني قويني جيابو د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په کلنۍ غونډه کې يوه نوې څېره ده. شل کلن پاچن د روان کال په فبرورۍ کې تازه د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د يو غړي په توګه ټاکل شوی دی. دغه راز هغه زياته پاملرنه راجلب کړه او په دې اړه يې وويل:

( لومړی اواز)

په دغه کلنۍ غونډه کې د ګډون له لارې ما زيات نوي شيان زده کړل او دا مې وکتل چې بېلا بېل غړيو په جلا جلا توګه خپل وړانديزونه څرګند کړل او په ګډه يې د ملي چارو په اړه سلامشوره وکړه. ما سږ کال تازه د سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کمېټه کې ګډون وکړ، نو بايد په دې اړه زيات کوښښونه وکړم.

د مذهبي غړيو په ډله ييز بحث کې د ګډون پر وخت پاچن د سياسي مشورتي کنفرانس د يو غړي په حيث خپله دنده بيان کړې او دغه نظر يې څرګند کړی چې اړوندو ارګانونو ته د ولسي وګړيو پر مخ ستونزې، مسئلې او د دوی هيلې او اميدونه څرګند شي او په همدې مهال د ګوند او حکومت بېلا بېلې تګلارې اغېزمنې شي، دغه راز ولسي وګړي سوسياليستي ښيګنې او د اصلاحاتو او ورخلاصون لاسته راوړنې احساس کولای شي.

د انترنيټي شبکې په مروجولو سره اوس د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مخ په زياتېدونکي غړي د انترنيټ له لارې له ولسي وګړيو سره يو د بل نظريو تبادله کوي او د دوی وړانديزونه راغونډوي. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړی او مشهور نقاش ښاغلي هه شوی فا روان کال د خپل ميني ويبلاګ له لارې د ولسي وګړيو ډېر قيمتي وړانديز بېجينګ راوړلی دی.

( دوهم اواز)

زه د ميني ويبلاګ له لارې د ژوند او ديپلوماسۍ په برخو کې د ولسي وګړيو پر زياتو مسئلو پوه شول. دغه راز ما ډېر ژر په سيستماتيکه توګه خپل وړانديز تيار ونيوه او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په سږنۍ غونډه کې مې وړاندې کړ. زه فکر کوم چې دا د چين د سياسي مشهورتي کنفرانس د ملي کمېټې د يو غړي په حيث زما وظيفه ده.

د روان کال د کلنۍ غونډې په ترڅ کې د چين د سياسي مشهورتي کنفرانس ملي کمېټې هم زياتې پرمختللي تکنولوژۍ کارولې چې بېلا بېل غړي يوازې د خپل هويت له تصديقولو وروسته پر انترنيټ خپل وړانديزونه وړاندې کولای شي. د ولسي وړانديزونو د څرګندولو د يوې نوې لارې په توګه انترنيټ اوس په ډېره اغېزمنه توګه د سياسي مشهورتي کنفرانس کارونه پرمخ بيايي.

د چين د سياسي مشهورتي کنفرانس د ملي کمېټې د سږنۍ کلنۍ غونډې په ترڅ کې ټول ٥٠٠٠ وړانديزونه راغونډ شوي دي چې په دې جمله کې يې د هېواد، سيمې او صنعتي چارو په اړه عمومي او ستراتيژيک وړانديزونه ډېر زيات شوي دي. زياتو غړيو د لږ کاربن لګونکي اقتصاد د پرمختګ په اړه خپلې نوي نظريې څرګندې کړې. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او ډېر نامتو اقتصاد پوه ښاغلي لي داو کوی څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

د لږ کاربن لګوونکي اقتصاد پرمختګ زما په اند بايد د ملي تګلارې په توګه وګڼل شي. زه وړانديز کوم چې موږ بايد د لږ کاربن لګوونکي اقتصاد د پرمختګ په اړه د مالي او پولي مرستې په اړه يو لړ تګلارې وټاکوو او بېلا بېلې تصدۍ او ښارونه مو وهڅوو. دغه راز زموږ د اقتصادي پرمختګ خپل سويه لوړه شي.

د چين د سياسي مشهورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه د بېلابېلو ګوندونو، ټولنو، قومونو او منطقو ترمنځ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه پر زياتو مهمو مسئلو د سلامشورې او بحث يوه مهمه غونډه ده. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر جيا چينګ لين د سږنۍ کلنۍ غونډې د پای ته رسېدو په مراسمو کې دغه خبره يو ځل بيا تکرار کړه چې سياسي مشهورتي کنفرانس بايد د ولسي وګړيو ګټو ته په نظر کې نيولو سره د استخدام، ښوونې، طبي خدمت، کور، د چاپېريال ساتنې او عايداتو په شمول د ولسي وګړيو د ژوند په اړه مسئلو ته لا زياته پاملرنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای