د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې د سکرتريت د لايحو ډلې مشر کونګ پينګ د مارچ په ١٣ نېټه خبريالانو ته وويل د دغې غونډې په ترڅ کې د استازيو له خوا د وړاندې شويو لايحو شمېر ٥٠٦ ته رسېدلی چې په کې څه د پاسه ٣٠ تنه استازيو په ګډون ٥٠١ لايحې او د استازيو د ډلې په نامه ٥ لايحې وې.
کونګ پينګ وويل د استازيو له خوا وړاندې شوې لايحې د اقتصاد، سياست ، کولتور، ټولنې او د ايکولوژيکی ابادۍ په اړه تړاو لري. د غونډې د رئيس ډلې نوموړې لايحې د چين د ولسي کانګرس اړوندې ځانګړې کميټې د څېړنې لپاره وړاندې کړی دی.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |