CRI Online

د چين صدر اعظم ون جيا باو: د چين اقتصاد لا تر اوسه له زياتو ستونزو سره مخامخ دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-14 18:39:07

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مارچ په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېدله. د پای له مراسمو وروسته په يوه خبري ناسته کې د چين صدر اعظم ون جيا باو څرګنده کړه چې د چين اقتصاد روان کال لا هم د بيا شاتګ له شونتيا سره مخامخ دی. د دغه حالت د مخنيوي په موخه به چين اوسنيو اقتصادي تګلارو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به ثبات ومومي. هغه په زور سره د يوانو د تبادلوي ارزښت له لوړېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په دغه دوه ساعتي خبري ناسته کې بهرنيو او کورنيو خبريالانو له صدر اعظم ون جيا باو څخه ١٣ پوښتنې کړې چې نيمه برخه يې د چين د اقتصادي تګلارې او پرمختيايي لوري په اړه دي. صدر اعظم ون جيا باو په روان کال کې د چين اقتصادي حالت د وړاندوينې پر وخت دې ته اشاره وکړه: له دې امله چې د نړيوال اقتصاد عمده تضادونه او مسئلې لا تر اوسه نه دي له منځه يووړل شوي او د زياتو چيني تصديو حالت دومره ښه والی نه دی موندلی، نو د چين اقتصاد د بيا شاتګ له شونتيا سره مخامخ دی. هغه په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

د چين اقتصاد په روان کال کې بايد د ثابت او چټک پرمختګ، جوړښتي تنظيم او د پيسو پړسوب د کنترول درې واړو ترمنځ مناسبې اړيکې وساتي. موږ بايد د دغو درې واړو ترمنځ يوه روښانه لار ومومو، دغه راز د اقتصاد د بيا شاتک مخنيوی کولای شو.

تېر کال چين په ټوله نړۍ کې تر نورو نه مخکې د خپل اقتصاد بيا سمسورتيا تر سره کړې ده چې د GDP چټکتيا يې په سلو کې اته اعشاريه اوو ته رسېدلې ده. له دې سره سره صدر اعظم ون جيا باو په ډاګه کړې چې د اوسني پيچلي اقتصادي حالت له امله د اقتصادي پرمختګ، جوړښتي تنظيم او د پيسو پړسوب کنترول ترمنځ د اړيکو همغږي کول ډېر يو ستونزمن کار دی. خو هغه د اوسنيو اقتصادي ستونزو د لېرې کولو خپل ټينګ هوډ او اراده هم څرګنده کړې ده. د ده په وينا، حکومت به په عمده توګه د لاندينيو درېو برخو کارونه تر سره کړي.

( دوهم اواز)

لومړی، د پيسو تګلارې په برخه کې چين به د پيسو د روانېدو بهير تامين کړي او د يوانو د تبادلوي ارزښت سويه ثابته کړي. دوهم، چين به د کرنيزو چارو پرمختګ ته لا زياته پاملرنه وکړي او په روان کال کې د ښه حاصلات د رامنځته کېدو لپاره تر خپلې وسې پورې کوښښونه وکړي. درېيم، موږ بايد اوسنيو تګلارو ته دوام ورکړو او په دې برخه کې ثبات وساتو، څو چې د اقتصاد د بيا سمسورتيا ښه حالت تامين کړو.

صدر اعظم ون جيا باو د همدې ورځې په خبري ناسته کې د يوانو د تبادلوي ارزښت په اړه څرګند ځواب ورکړي چې د نړۍ زياته پاملرنه يې راجلب کړې ده. هغه د يو لړ شمېرو په اشاره کولو سره ددې پخلی کړی چې د يوانو اوسنی تبادلوي ارزښت ټيټ نه دی. د مثال په توګه، د ٢٠٠٨ کال له جولای څخه د تېر کال تر فبرورۍ پورې نړيوال اقتصاد په يوه ډېره ستونزمنه موده کې وه، خو د يوانو تبادلوي ارزښت په دغه موده کې په سلو کې څوارلس اعشاريه پنځه لوړ شوی دی. تېر کال د چين صادراتي ارزښت په سلو کې ١٦ کم شوی، خو وارداتي ارزښت يوازې ١١ فيصده کم شو چې د مثبت بيلانس ارزښت يو سلو دوه مليارډ امريکايي ډالره ټيټ شوی دی.

د چين صدر اعظم ون جيا باو څرګنده کړه چې هغه په زور سره د يوانو د تبادلوي ارزښت له لوړېدو سره مخالفت کوي.

( درېيم اواز)

د نړيوال پولي بحران د رامنځته کېدو او خپرېدو پر وخت د يوانو د تبادلوي ارزښت ثبات د نړيوال اقتصاد په بيا سمورتيا کې ډېر مهم رول لوبولی دی. موږ له دې سره مخالفت کوو چې بېلا بېل هېوادونه يو پر بل نيوکه کوي، حتی د پيسو تبادلوي ارزښت د لوړېدو په موخه پر يو هېواد اړ کوي. ځکه چې دغه ډول کړه وړه د يوانو تبادلوي ارزښت د اصلاحاتو په ګټه نه دي. موږ به د يوانو تبادلوي ارزښت په برخه کې د بازاري اړتياوو پر بنسټ پر اداري نظام ټينګار وکړو او د يوانو مناسب تبادلوي ارزښت ثابت کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای