CRI Online

ولسمشرکرزی له چینايي چارواکو سره په کومو مسایلو ږغېږي؟

cri     (GMT+08:00) 2010-03-23 16:05:49
تاند(سې شنبه/مارچ۲۳) د افغانستان ولسمشرحامد کرزی به نن چین ته لاړ شي چې د دغه هیواد له چارواکو سره په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او مخدرو موادود مخنیوي ، دوه اړخیزو اقتصادي او تجارتي اړیکواو د افغانستان په بیارغونه کې د چین د ونډې په باب خبرې وکړي .

د افغانستان په طبیعي زېرمو کې د چین پرپانګونې د نظرتبادله هم ښايي د دواړو خواوو د خبرو په اجنډا کې بله شامله موضوع وي .

د افغانستان او چین د اړیکو مخینه

د افغانستان او چین ترمنځ راشه درشه یا تماسونه اوومې میلادي پېړۍ ته رسېږي چې چینایي راهب () د افغانستان بامیان ته سفر وکړاو هلته یې د نړۍ د دوو ترټولو لویو بودايي مجسموستاینه وکړه .

افغانستان او چین له یوبل سره له ۱۹۵۵ ع کال راپه دې خوا دیپلوماتیکې اړیکې لري .افغانستان یو له لومړنیو هیوادونو ځنې دی چې د چین کمونستي رژیم یې په رسمیت پېژندلی وو.

چین په افغانستان کې یوازې د طالبانو رژیم په رسمیت نه وو پېژندلی خود ۱۹۹۶ تر۲۰۰۱ پورې یې د پاکستان له دې متحد رژیم سره غیرمستقیمې اړیکې لرلې .

د افغانستان او چین اړیکې له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان او چین د اړیکو تراغېز لاندې راغلي .چین او پاکستان دواړه له هند سره اختلاف لري.

سودا ګري او پانګونه

مخ په وده چین چې طبیعي سرچینو ته سخته اشتها لري لېواله دی چې له هرهیواد او حکومت سره راکړې ورکړې وکړي .چینايی چارواکي به ولسمشرکرزي ته په دې سفر کې وړاندیز وکړي چې د دغه هیواد په کانونو کې نوره پانګونه کوي .

د افغانستان په سلو کې نوي بودجه د لوېدیځوالو له مالي مرستوپوره کېږي خو افغان حکومت هیله لري چې د افغانستان کمساري معدني منابع به دا هیواد په خپلو پښو ودروي .

د چین یوې کمپنۍ د افغانستان د لوګر د عینک د مسو کان قراراد کړی . په دې نژدې څلور نیم ملیارد ډالري پروژې تېر کال کار پیل شوی خو د هغې کار ترتوقع سست روان دی .

د افغانستان د کانونو وزارت اوس هڅه کوي چې د حاجي ګک د وسپنې کان هم مزایدې ته وړاندې کړي .د دې کان ارزښت د پنځو او شپږو ملیارد ډالرو ترمنځ اټکل شوی دی .

افغانستان همداراز لېوال دی چې د دغه هیواد د تېلو او ګازو په برخه کې بهرنیان پانګونه وکړي .

افغانستان او چین تېر کال موافقه کړې وه چې په پامیرکې به سړک جوړوي.که دا سړک جوړ شي افغان سوداګر به د منځنۍ اسیا د هیوادونو او پاکستان له احتیاجه وژغورل شي .افغانستان او چین یوازې ۷۶ کیلومتره پوله لري او ترټولو ټیټه برخه یې چې واخجیر نومېږي له سمندره پنځه زره متره لوړه ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای