CRI Online

ولسمشر کرزی چين ته ولاړ

cri     (GMT+08:00) 2010-03-23 16:08:14
نن افغان ولسمشر حامد کرزى چين ته په يو ه رسمي سفر روان شو . د ولسمشرۍ يو وياند وايي په دغه سفر کې به د کابل او بيجينگ ترمنځ دري تړونونه لاسليک شي، چې له دې ډلې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د گمرکي تعرفو له منځه وړل مهم تړون وباله چې په دې سفر کې به پرې قلم کش شي.

دارنگه افغان ولسمشر هڅه کوي چې په افغانستان کې پانگونې ته د چينايي پانگوالو پام را جلب کړي .

چين لا له وړاندې په افغانستان کې د لوگر د عينکو د مسو په کان کې دتر ټولو لويې بهرنۍ پانگونې تړون تر لاسه کړى، او دارنگه يې د افغانستان بازارونو د ډېرو توکو له اړخه تر ولکې لاندې کړي دي .

د ولسمشر په توگه له بيا ټاکل کېدو وروسته دا چين ته د حامد کرزي لومړى سفر دى چې هڅه به وکړي د خپل جنگ ځپلي هېواد بيا رغاونې ته به د هغه هېواد د پانگوالو پام راجلب کړي .

تر پنجشنبې پورې په دغه درې ورځني سفر کې به حامد کرزى له خپلي چينايي سيا ل هوجنتاو ، د هغه هېوا د له لومړي وزيروين جياباو، د پارلمان له مشر ، پانگوالو او سوداگرو سره ليدنې کتنې ولري .

په دغه سفر کې به افغان ولسمشر له خپلو مخالفينو سره د سولې پر طرحې چينايي مشرانو ته معلومات ورکړي خو د خبرو اترو اصلي ټکي به پر اقتصادي مسايلو را ټول وي .

د ولسمشر يو وياند سيا مک هروي وايي په دغه سفر کې به د کابل او بيجينگ ترمنځ درې تړونونه لاسليک شي :

(( په چين کې به د گډو همکاريو درې تفاهم ليکونه لاسليک شي ، چې په دغه برخه کې د سوداگريزو توکو دگمرکي تعرفو معا ف کول او د لوړو زده کړو په برخه کې د چين لخوا افغان زده کونکو ته د بورسونو اعلانيدل شامل دي . دارنگه به افغان ولسمشر د چين په بېجينګ پوهنتون کې محصلينو ته دافغانستان د پرمختگونو په اړه وينا وکړه او دهغوى پوښتنو ته به ځوب ورکړي . ))

د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه اوبل پر توکو د گمرکي تعرفو له منځه وړل په دغه برخه کې مهم اقتصادي تړون ياديږي چې د يو شمير افغان اقتصاد پو هانو په باور ډيره گټه به يې بيجينگ ته ورسيږي ددې لپاره چې افغانستان چين ته ډير کم توکي صادروي .

چين ته په دغه تلونکي پلاوي کې به له ولسمشر کرزي سره يو شمير افغان سوداگر هم ملگري چې له دغه هيوا د سره هرکال د ميليونونو راکړه ورکړه لري.

چين په افغانستان کې پانگوني ته لېواله دى او لا له وړاندې يې د لوگر د عينکو د مسو په کان کې د څو ميليارد ډالره پانگونې تړون تر لاسه کړي او دا مهال په دغه کان کې د ام سي سي په نوم د چينايي کمپنۍ لخوا د ودانيو د جوړولو چارې پيل شوي .

ولسمشر کرزى هڅه کوي چې د ورته نورو سترو چينايي پانگونو مخه هم افغانستان ته را واوړوي .

لوی اقتصادي ځواک

پردې سر بېره چين دافغانستان شمالي گاونډى او په نړيواله کچه د يوه لوى اقتصادي ځواک په توگه را برسېره شوى چې له وړاندې يې د افغانستان ټول بازارونه په پراخه کچه تر خپلې ولکې لاندې را وستي .

افغانستان ته د ارزانه چينايي توکو د وارديدو له اړخه ددغه هېواد پر اقتصاد د چين اغېز له ورايه ډېر جوت دى په ځانگړې توگه د برېښنايي او ماشيني توکو له اړخه اوس ويل کيږي چې دهر افغان په کور کې له يو تر لسگونو چينايي توليدات ليدل کېږي .

خو د افغانستان په کانونو کې د چينايانو پانگونه هغه څه بلل کيږي چې د دواړو هيوادونو لپاره به په سيمه کې پراخې گتې ولري.

پراقتصادي غوړيدا پر خبرو سر بيره چېن دافغانستان په سيا سي مسايلو کې د پاکستان او ايران هغومره ښکيل نه دى، خو په دې وروستيو کې گاونډيو هيوادونو ته د ولسمشر کرزي له منډو تر ړو داسې ښکاري چې هغه غواړي د افغانستان په بهرني سياست له هغوى سره خبرې وکړي او د خپل هېواد په ټيکاو کې د گاونډيو مرستې را جلب کړي.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر له اسلام اباد، ليدنه وکړه او له بيجينگ وروسته په نژدې راتلونکې کې تهران ته د تلو تکل لري.

څه موده وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې چېن د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزلو کې مرستې ته تيارى ښوولى.

د سياسي چارو شنونکي په د ې باور دي چې ولسمشر کرزى د خپل هېواد په ودانولو او ارامولو کې د متحدو ايالتو په څېر د سترو نړيوالو هېوادونو پر مرستو سر بيره په پراخه کچه د گاونډيو ښکېلولو ته اړتيا لري چې چېن په دغه ډله کې له سياسي، پوځي او اقتصادي اړخه د افغانستان لپاره مهم ملگرى بلل کېږي.

(دغه خبر د بې بې سي د پښتو له ويبپاڼې څخه راغلی دی)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای