د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د روانې مياشتې په ٢٣ نېټه په بيجينګ کې يوه خبري ناسته کې وويل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به نن شپه بېجينګ ته راورسيږي. چين باور لري چې دغه سفر به ډېر بريالی وي.
چين ګانګ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د چين مشران هوجين تاو، وو بانګ ګوه او ون جياباو به په جلا جلا توګه له ده سره وګوري. دواړه خواوې به د سياسي تګ راتګ د زياتوالي، د سياسي باور د پياوړتيا او د تجارتي همکارۍ د پراختيا په اړه د نظريو تبادله او يو لړ تړونونه هم لاسليک کړي.
ژباړونکی: احمد زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |