CRI Online

کرزی له چين سره د افغان ځواکونو د روزلو خبره څېړي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-24 11:22:11
نن (سه شنبه، د مارچ ۲۳مه، د وري ۴مه) ولسمشر حامد کرزى له يوۀ لوړپوړي حکومتي پلاوي سره چين ته ورسېد.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنيو څانگه وايي چې افغان ولسمشر به ددغه سفر په ترڅ کې له خپل چينايي سيال سره يو لړ سوداگريز تړونونه لاسليک کړي .

دغه سرچينه وايي چې د داوړو هېوادونو چارواکي به د چين له خوا د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو ممکنه وړانديز هم وڅېړي چې خپله چين په دې وروستيو کې کړې دى .

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وويل چې ولسمشر حامد کرزى به د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له خپل چينايي سيال هوجنتاو او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليده کاته وکړي .

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه تن وياند سيامک هروي بي بي سي ته وويل چې تر ډېره به ددواړو هېوادونو خبرې پر سوداگريزه راکړه ورکړه راغونډې وي، خو دا يې هم وويل چې د چين له خوا د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو خبره به هم وڅېړل شي .

((البته په دې برخه کې هم خبرې وشي، په سيمه کې ډېرو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي، چې په دې برخه کې د پاکستان، ايران اوهند نومونه اخستى شو او په دې وروستيو کې چين ددغه کار غوښتنه کړې ده .))

ښاغلي هروي وويل چې ولسمشر حامد کرزې به ددغه سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د خپلې روغې جوړې تگلاره هم له چينايي چارواکو سره وڅېړي .

چين له پاکستان سره هم پخواني او روايتي اړيکي لري ځينې کارپوهان وايي چين کولاى شي چې په دې برخه کې د خپل اغيز په مټ پاکستان دې ته وهڅوي چې له وسلوالو طالبانو سره خپل اړيکي پرې کړي او له افغان حکومت سره د جوجاړي پر ټغر کښېنوي .

خو په تزر کې پاکستان دا خبره نه ده منلې چې گواکې په افغانستان کې د جنگېدونکو طالبانو ملاتړ کوي .

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند وويل چې چې افغان ولسمشر به ددغه سفر په ترڅ کې ځينې دوه اړخيز سوداگريز او نور تړونونه هم لاسليک کړي:

((موږ به په درو برخو کې تړونونه کوو چې يوه يې له افغانستان سره د چين وړيا مرستې دي، بله برخه داده چې چين به د افغانستان له لوړو وزارت سره مرسته کوي او د پخوا په پرتله به ډېر افغان زده کوونکي په خپلو پوهنتونو کې مني او دريمه برخه د ځينو سوداگريزو توکيو گمرکي معافيت دى.

له دې سره به ددغو توکيو بيې هم پريوزي، تر دې مخکې چې کوم چينايي څيزونه په ۱۰۰ افغانيو پلورل کيدل تر دې وروسته به ۶۰ يا ۷۰ افغانۍ ارزښت ولري .))

چين هغه هېواد دى چې په تيرو اتو کلونو کې يې د بل هر هېواد پر پرتله ډيره پانگونه کړې ده،چې تر ټولو ستره برخه يې د لوگر د عينک د مسو د کان را ايستنه ده چې د څلورو ميلياردو ډالرو په ارزښت تړون يې لاسليک شوى دى.

بله غاړه هر کال د دوو ميلياردوډالرو په ارزښت چينايي سوداگريز توکي افغانستان ته راليږدول کيږي او ښايي دا کچه د نويو اسانتياو په راتللو سره نوره هم پورته شي.

د افغانستان د سوداگريزې خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي چې ددغو دواړو هيوادونوتر منځ نوي سوداگريز تړونونه به دې ته لاره هواره کړې چې چې چين ته د افغانستان د صادراتو لړۍ هم چټکه شي.

د ولسمشر حامد کرزي تر دويمې ټاکنيزې بريا وروسته لومړى ځل دى چې نوموړى چين ته سفر کوي .

په دغه سفر کې ددفاع وزير عبدالرحيم وردگ،د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، د کانونو وزير وحيدالله شهراني، د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا،د صادراتو د پراختيا ادارې مشر نورالله دلاوري او يو شمېر افغان پانگوال هم د ولسمشر حامد کرزي سره ملگري دي .

(دغه خبر د بې بې سي د پښتو له ويبپاڼې څخه راغلی دی)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای