CRI Online

افغانستان او چین به څو اقتصادي او تجارتي موافقې لاسلیک کړي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-24 11:22:56
تاند(سې شنبه / مارچ۲۳) چینايي چارواکو نن وویل چې افغانستان او چین به پیکینګ ته د ولسمشرکرزي په سفر کې چې نن پیل شو،په اقتصادي او سوداګري برخو کې څو موافقې لاسلیک کړي .

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویندوی کین ګانګ نن په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل :«موږ ته په ارامه د افغانستان د بیارغونې ستونزې مالومې دي .موږ غواړو چې د افغانستان په سوله ییزه بیارغونه کې فعاله ونډه ولرو او د تل په شان له خپل وس او ظرفیت سره سم مرسته ورسره وکړو.»

کین همداراز وویل چین دوه اړخیزو اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي او هیله لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي .

چین په خپل لوېدیځ کې له افغانستان سره وړه پوله(۷۵ کیلومتره) لري چې د پامیر د لوړو غرونو له کبله پرې تګ راتګ نه شي کېدای .له همدې کبله د افغانستان او چین ترمنځ راکړه ورکړه یا د منځنۍ اسیا د هیوادونو او یا هم هوا له لارې کېږي خو افغانستان ډېر لېوال دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په پامیر کې لاره جوړه شي .

ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی سبا(چهارشنبه) د چین له ولسمشرهو یانتاو، صدراعظم وین یاباو او نورو چارواکو سره وویني .

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې دواړه هیوادونه په پام کې لري چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د همکاریو یولړ تړونونه لاسلیک کړي . هغه د دغو تړنونو په باب نورجزییات څرګند نه کړل .

د چین یوې دولتي رسنۍ وویل چې له ولسمشرکرزي سره به په دې سفر کې د هغه د بهرنیو او دفاع وزیران اود شلوتجارتي ادارو ريیسان هم شامل وي.

چاینا ډیلي دولتي ورځپاڼې همداراز راپور ورکړ چې چین له ۲۰۰۲ ع کال راپه دې خوا افغانستان ته د خپلو بېخ بنايي پروژو د بیا ودانولو لپاره د ۱۷۵ ملیون ډالرو په ارزښت مرستې ورکړي دي .د دې ورځپاڼې د راپور له مخې چین پردې مرستې سربېره په وروستیو څو میاشتو کې ۷۵ ملیون ډالره نوره مرسته هم افغانستان ته ورکړې ده .

د ورځپاڼې له مخې په دې پیسو په افغانستان کې ښوونځي، روغتونونه اوسړکونه جوړ شو دي .

خو دې ته په پام سره چې چین اوس د نړۍ په دوهم اقتصادي قدرت بدلېدونکی هیواد دی ، افغانان د خپل یوه بې پلوه ستر ګاونډي په توګه ترې د لا زیاتو مرسته هیله لري .

چین ته د ولسمشر د سفر دمخه د هغه د ملي امنيت سلاكار رنګين داد فر سپنتا له چینایی مقاماتو سره د خبرو لپاره پیکینګ ته تللی.

هغه پرون د چين د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل.

په چين كې د افغانستان د سفارت له خواپه يوې خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ښاغلي سپنتا د چین د بهرنيو چارو له وزير سره د دواړو هيوادونو د اړيكو ، له تروريزم سره د مبارزې ، د سولې او دغه هيواد ته د ولسمشرد سفر په اړه خبرې وكړي .

د چین د یوې کمپنۍ له لوري د لوګر د عینکو د مسو په کان کې پانګونه به ،چې کار ورباندې پیل شوی،په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي .

چینايی کمپنۍ همداراز لېواله دي چې د حاجي ګګ د وسپنې کان د استخراج لپاره هم پانګونه وکړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای