CRI Online

افغانستان به په خپل هېواد کې د چيني تصديو او کارکوونکو امنيت وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-24 17:47:23

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې اوس له چين څخه په خپله رسمي ليدنه بوخت دی، د مارچ په څليرويشتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت په خپل هېواد کې د لا زياتو تصديو د پانګونو هرکلی کوي او دوی به تر خپلې وسې پورې د چيني تصديو او کارکوونکو د امنيت د ساتلو لپاره زيار وباسي.

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ولسمشر کرزي په همدې ورځ د چين او افغانستان د اقتصادي او سوداګريزو پانګونو په سيمينار کې وويل، چې اوس په افغانستان کې د امنيت مسئلې ستونزه موجوده ده. خو هغه باور لري چې د افغانستان حکومت به د ستونزو په لېرې کولو سره په خپل هېواد کې د چيني تصديو او کارکوونکو د امنيت د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه چې لا زياتې چيني تصدۍ به له افغانستان څخه کتنه وکړي او د انرژۍ، کانونو، د اوسپنيزو لارو په ګډون د ترافيک او د هستوګنځيو د ابادولو په برخو کې پانګې وکړي او ګډې تصدۍ جوړې کړي. هغه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې پانګه لګول شويو تصديو ته به امتياز، ښه چاپيريال او بشپړ نظام وړاندې کړي.

ژباړونکې غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای