CRI Online

هوجين تاو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2010-03-24 18:52:27

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د دولت رئيس هوجين تاو د روانې مياشتې په ٢٤نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

رئيس هوجين تاو د افغانستان د ولسمشر په توګه د حامد کرزي د يوځل بيا ټاکنې له امله مبارکي څرګنده کړې او ويی ويل چې ښاغلی حامد کرزی د چين پخوانی دوست دئ چې تل د چين او افغانستان ترمنځ پر دوستۍ ټينګار کوي.

هغه هيله هم څرګنده کړې چې له حامدکرزي سره د نړېوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.

حامدکرزي وويل چې هغه د افغانستان د ولسمشر په توګه چين ته څلور ځله سفر کړی. افغانستان افتخار لري چې د چين په شان خپل ګاونډي دوست هېواد لري. هغه د افغانانو په استازيتوب له چين څخه مننه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګيدو له ٥٥ کلونو په تېره بيا له وروستيو اتو کلونو راهيسی له افغانستان څخه تل ملاتړ کړی دی.

ژباړونکی: احمد زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای