د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ٢٣مه نېټه بېجينګ ته ورسيد او د چين له دولت رئيس هو جين تاو سره وکتل
د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د دولت رئيس هوجين تاو د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه په بيجينګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. دواړه خواوې له ترهګرۍ او تندلارۍ سره د ګډې مبارزې او د سيمه ييزې او نړېوالې سولې د ساتلو په اړه موافقې ته رسيدلي دي.
رئيس هوجين تاو وويل چې چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي چې افغانان د خپلې خوښي او کورنيو حالاتو سره سم د پرمختګ خپله لار غوره کړي، په پرله پسې توګه د افغانستان په بياابادۍ کې ګډون وکړي او د خپلې خپلواکۍ، حاکميت او د خاورې د بشړتيا د افغانستان له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي.
ولسمشر حامد کرزي وويل چې د چين او افغانستان ترمنځ تجارتي تګ راتګ روان دی او چين د افغانستان لپاره يو مهم پانګوال هېواد دی. افغانستان هرکلی کوي چې چينی تصدۍ په افغانستان کې پانګې واچوي ترڅو چې خپلمنځي تجارت پراخ شي.
ژباړونکی: احمد زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |