CRI Online

د چين او افغانستان د دفاع وزيرانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-25 14:36:43

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير ليانګ ګوانګ ليې د مارچ د پنځه ويشتمې نېټې په سهار په بېجينګ کې د افغانستان د دفاع له وزير عبدال وردګ سره وکتل چې د دغه هېواد د ولسمشر حامد کرزي په ملګرتيا يې چين ته راغلی و.

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دفاع وزير ليانګ ګوانګ ليې څرګنده کړه چې چين او افغانستان ښه او دوستانه ګاونډيان دي. چين د خپلو مرکزي ګټو په مسئلو کې د افغانستان له خوا له برابر شوي ټينګ ملاتړ څخه مننه کوي. له دې وروستيو څو کلونو راهيسې د چين او افغانستان د دوو پوځونو ترمنځ اړيکو د ليدو وړ پرمختګ موندلی دی. دواړو خواوو د تجهيزاتو او انساني روزنې په شمول څو برخو کې ښه همکاري کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزير عبدال وردګ د دغه هېواد د ملي پوځ د ابادۍ په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې افغانستان له څو کلونو راهيسې د چين له زيات ملاتړ، په تېره بيا د هېواد د ساتلو او له کورنيو او بهرنيو ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د دغه هېواد د ملي پوځ توان په پياوړتيا کې د چين له بې غرضه مرستو څخه مننه څرګندوي. افغانستان غواړي له چين سره په ګډو کوښښونو سره د سيمې امنيت او سوله وساتي.

ژباړونکې: سپوږمۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای