CRI Online

چين له افغانستان سره ځينې تړونونه لاسليک کړل

cri     (GMT+08:00) 2010-03-25 15:30:01

د چين ولسمشر هوجنتاو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په بيجنګ کې د سوداګريزې او اقتصادي همکارۍ په اړه ځينې تړونونه لاسليک کړي دي .

د چين دولتي تلوېزيون د ښاغلي هو له خولې ويلي چې بايد دواړه هېوادونه د ترهګرۍ، بيلتون پالنې او مذهبي تندلارۍ پر ضد رغنده مبارزه وکړي .

ولسمشر کرزي ښاغلي هو ته په افغانستان کې د چينايي شرکتونو د کار کوونکو د امنيت ډاډ ورکړ او وويل چېن د افغانستان په ثبات کې يو مهم رول لوبولی .

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر بي بي سي ته وويل : ((افغان ولسمشر چين په نړۍ او په تېره بيا په سيمه کې د يوه پياوړي هېواد په توګه وباله او افغانستان او پاکستان کې يې د سولې لپاره خپلې سياسي هلې ځلې کړې دي . ))

ښاغلی عمر زياتوي چې حامد کرزي د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې ملي بهير د چين ولسمشر هوجنتاو ته تشريح کړ ، چې په وينا يې چين هم د دغه بهير ملاتړ وکړ .

په دغه سفر کې ددفاع وزير عبدالرحيم وردگ، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، د کانونو وزير وحيدالله شهراني، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د صادراتو د پراختيا ادارې مشر نورالله دلاوري او يو شمېر افغان پانگوال هم د ولسمشر حامد کرزي سره ملګري دي .

چين په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د بيارغاونې په برخه ۳۵۰ ميليون ډالره وړيا مرستې کړې دي .

دغه هېواد په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال (۱۹۹۶- ۲۰۰۱) د هغه وخت دولت په رسميت نه پېژانده، خو د رپوټونو له مخې يې د پاکستان له لارې له هغه سره غيرمستقيم اړيکي درلودل .

چين په افغانستان کې د عينک مسو د کان د راويستلو چارې پرمخ وړي .

د عينک مسو کان، چې د کابل په جنوب لوګر ولايت کې دی، د نړۍ د سترو مسو له کانونو بلل کېږي .

چينايي دولتي جيانګشي شرکت په ۲۰۰۸ کال کې ژمنه وکړه، چې د عينک مسو د کان راويستلو په چاره به شاوخوا درې نيم ميليون ډالره لګوي .

همدا راز چين هر کال د دوو ميلياردوډالرو په ارزښت چينايي سوداګريز توکي افغانستان ته استول کېږي او ښايي دا کچه د نويو اسانتياوو په راتللو سره نوره هم پورته شي.

چين له افغانستان سره کابو ۷۶ کيلومتره ګډه پوله لري .

(دغه خبر د بې بې سي د پښتو له ويپاڼې څخه راغلی دی)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای