CRI Online

چين به په مداومه توګه له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان بيا رغونې څخه ملاتړ او مرستې برابرکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-25 17:54:33

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چينګ ګانګ د مارچ په ٢٥مه نېټه په بېجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين به په مداومه توګه له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان د بيا رغونې لپاره تر خپلې وسي پورې ملاتړ او مرستې برابرکړي.

ښاغلي چين ګانګ وويل، چې پرون د چين رئيس هو جين تاو او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د اړوندو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و، دغه تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تختيکي همکارۍ له تړونونو، په اړوندو برخو کې د کارکوونکو رزولو په اړه د همکارۍ تړون او چين ته د افغانستان د ځينو صدراتي توليداتو د ماليې د کمولو تړونونو څخه عبارت دي چې له دې څخه د افغانستان له سوله ييزې بيا رغونې څخه د چين د حکومت ملاتړ او د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول داسې نورو برخو کې د دواړو خواوو لپاره ګټورو همکاريو په هکله د چين د نيکو هيلو يو ځل بيا پخلی شوی دی .

ژباړونکې:زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای