د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوه د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.
ښاغلي وو بانګ ګوه وويل، چې چين تل د افغانستان د خپلواکۍ، حاکميت او د خاورې د بشپړتيا درناوی کوي او په تېرو اودږو مودو کې د تايوان، تبت او شينجيانګ د مسئلو په اړه له چين څخه د افغانستان د ملاتړ دريځ لوړه ستاينه وکړه. چين غواړي له افغانستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب اړيکو، متقابل باور او دوديزې دوستۍ د ټينګېدو لپاره کوښښونه وکړي، څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکارۍ او دوستۍ پياوړې شي.
حامد کرزي وويل، افغانستان د ښه ګاونډي هېواد او همکار په توګه چين ته ګوري. چين د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتلو کې مهم رول لري.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |